دمحکمی حکم داختر او یا دجمعی دلمانځونو په شان واجب التنفیذ دی
سلام خان سلام خان

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې غړو د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې ځانګړې محکمې پرېکړه نه ده منلې، د افغانستان لوی څارنوال وايي، چې د دغې محکمې پرېکړه به هرڅه  ژر پلي کړي ودافغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو دغه څرګندونی دجمعی په ورځ ورسنیو ته په کابل کی وکړی ، نوموړی ویلی دی ،هغه کسان چی په انتخاباتی درغلیو او سر غړونو کی لاس لری باید محکمه شي،همداراز یی ویلی دی چی دمحکمی حکم داختر او یا دجمعی دلمانځونو په شان واجب التنفیذ دی او مونږ به دغه حکم ډیر ژر پلی کوو او هغه کسان چی به دی درغلیو اوسر غړونو کی لاس لری هغه باید محکمه شې.

 دغه پرېکړه تېره ورځ ( د چنګاښ په دويمه ) د ولسي جرګې ددويم پړاو د حقوقي ځانګړې محکمې په غونډه کې صادر شوه ،محکمې اعلان وکړ ، چې په ٢٧ ولايتونو کې ٦٢ کانديدانو د رايو د بياشمېرنې له مخې ، تر ټولو زياتې رايې اخيستي او د ټاکنو قانون د ٢٢ مې مادې د لومړي بند او د محکمې د قضايي پلاوي د پرېکړې له مخې، ګټونکي اعلان شوي دي

د پلاوي لخوا د رايو د بياشمېرنې او د ځانګړی محکمې د پرېکړې له مخې ، دهغو معترضو کانديدانو نومونه ، چې ولسي جرګې ته داخلېږي او هغه اوسني غړي ، چې بايد ووېستل شي ،په دې ډول دي

هرات په ولسي جرګه کې ١٧ څوکۍ لري او شپږ نوي کانديدان  ګټونکي اعلان شوي

په نويو وکيلانو کې نثار احمد غورياني له ١٢٩٧٥ رايو سره ، رحيمه جامي له ١٩٩١ رايو سره ، زرين زرين له ٤٠٥٩ رايو ، ناصر عطايي له ٤٥٢٤ رايو سره ، وحيد طاهري له ٤٤٢ رايو سره او معروف فضلي له ٤٢٩٧ رايو سره ولسي جرګې ته لاره موندلې ده

پر ځاى يې اوسنيو وکيلانو کې انجنير منورشاه بهادري د ٣٠٥٥ رايو ، حاجي خليل احمد شهيد زاده د ٣٢٣٦ رايو ، محمد رفيق شهير د ٣٩١٨ رايو ، محمد عارف طيب د ٢٦٠٧ رايو ، احمد فرهاد مجيبي د ٣٨٤٤ رايو او سيمين بارکزۍ د ١٠٩٠ رايو په لرلو سره تر نورو کمې رايې لري دولسی جرګی ځخه حذف کیږې .

کابل ٣٣ څوکۍ لري او پنځو نويو وکيلانو جرګې ته لاره موندلې ده

نوي وکيلان هر يو جميل کرزى  ٣٥٤٢ رايې ، حاجي احسان صاحب زاده ٣٣٢٩ رايې ، بيدار ځاځى ٣٠٩٩ رايې ، عبدالقادر ځاځى وطندوس ٣٠٣١ رايې او روبينا جلالي ١٣٢٢ رايې لري

په مقابل کې يې اوسني وکيلان ډاکټر عبيدالله کليمزى ٢٥٦٢ رايې ، شريف الله کامه وال ٢٢٦٥ رايې ، حفيظ منصور ٢٧٠٨ رايې ، عرفان الله عرفان ٢٥١٧ رايې ، فوزيه ناصريار ګلدره يي ٧٩٠ رايې لري ، چې تر نورو يې رايې ټيټې دي دولسی جرګی ځخه حذف کیږې. .

غزني ١١ څوکۍ لري او ٤ نويو کانديدانو ولسي جرګې ته لاره موندلې ده

نويو وکيلانو هر يو محمد داؤد سلطانزوى ١١٠٦٣ ، عبدالحکيم دليلي ١٠٤٥١ ، مامور عبدالجبار شلګري ٩٣٨١ او نيازمحمد اميري ٥٣٥٢ رايې ترلاسه کړي دي .

اوسني وکيلان هر يو محمد عارف رحماني د ٤٣٦٥ رايو ، خداداد عرفاني د ٤٢١٦ رايو ، چمن شاه اعتمادي د ٣٥٥٧ رايو او محمد علي علي زاده د ٢٦٢٣ رايو په ترلاسه کولو سره په ټيټو رايو کې دي او دولسی جرګی له غړیتوب ځخه حذف کیږې. .

ننګرهار ١١ څوکۍ لري . ملک نذير ٤٦٧٠  او مطيع الرحمن شينوارى د ٤٣٦٤ رايو په ترلاسه کولو سره د نويو وکيلانوپه توګه معرفي شوي دي . حاجي پيربخش ګرديوال د ٤١٩٠ او انجنير سيد اکرام هم په همدومره رايو سره په کمو رايو کې راځي او دولسی جرګی له غړیتوب ځخه حذف کیږې.

کندهار هم ١١ څوکۍ لري . حاجي محمد ايوب د ٦٠٠٩ رايو ، حاجي محمد نور د ٣٤١٧ رايو ، نياز محمد حبيب لالى د ٣٣٥٦ رايو  او عبدالکريم اڅکزى د ٣٠٦٣ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکي بلل شوي دي .

 ډاکټر محمد خان د ٢٣١٧ ، حاجي محمد عمر ننګيالى د ٢٧١٤ ، محمد نعيم لالى حميدزى د ٢٥٢٣ او عطاء الله جان حبيب د ٢٥٣٣ رايو په اخيستو سره حذف کېږي .

بلخ ١١ څوکۍ لري او محمد يوسف غضنفر د ١٠٦٢١ رايو په اخيستو سره ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي او په دې ترتيب  د ولسي جرګې اوسنى غړى محمد فرهاد عظيمي د ١٠٩٣٤ رايو په اخيستو په کمو رايو کې راغلى دى چی ودولسی جرګی له غړیتوب ځخه حذف کیږې.

بادغيس څلور څوکۍ لري ، چې ټول بدلېږي

رئيس محمد عمر د ٧٢٨٣ رايو ، حبيب الله قادسي د ٦٤٦٩ رايو ، عبداللطيف جان د ٥٧٥٨ رايو او مېرمن ازيتا رفعت د ٣٤١٨ رايو په اخيستو سره ولسي جرګې ته راځي او په مقابل کې يې صفيه ايماق د ٢٤٠٤ رايو ، غلام سرور فايز د ٣٨٨٤ ، محمد موسى جناب صاحب د ٥٣٧٣ رايو او قاضي عبدالرحيم د ٣٩٤٣ رايو په اخيستو سره حذف کېږي

زابل درې څوکۍ  او ددې ولايت ټول اوسني وکيلان حذف کېږي

نويو وکيلانو هر يو حميد الله توخي ١٤١٣ رايې ، حاجي اسماعيل زابلي ٩٣٤ رايې  او تورپيکۍ ٤٣٣ رايې ګټلي او ګټونکي اعلان شوي او اوسني وکيلان : عبدالقادر قلاتوال د ٥١٩ ، زهرا توخي زابلي د ٤٠٠  ، عبدالحبيب انډيوال د ٦١٣ رايو په اخيستو حذف کېږي

لغمان څلور څوکۍ لري او ګل مرۍ لغمانۍ د ٢٥٨٠ رايو او عبدالهادي واحدي د ٨٤٢٧ رايو په اخيستو ولسي جرګې ته لاره پيدا کړې او پر ځاى يې بريد جنرال نقيب الله د ٥٨١٥ رايو او ذوفنون صافي د ٢٥٣٣ رايو په ترلاسه کولو له جرګې نه حذف کېږي

 لوګر هم څلور څوکۍ لري او انجنير اسدالله وفا د ٣١٠ رايو په ترلاسه کولو ګټونکى اعلان شوى او په مقابل کې يې انجنير صاحب خان د ٦٦ رايو په اخيستو په کمو رايو کې راځي

پکتيکا څلور څوکۍ لري : محمد خان سلېمان خيل د ١٥٤١٣ رايو او ډاکټر خديجه د ١٤٤٩ رايو په اخيستو ګټونکي بلل شوي او سيد اسحق ګيلاني د ٤٥٣٣ رايو او ناجيه د ١٣٨٢ رايو په اخيستو په کمو رايو کې دي

 جوزجان پنځه څوکۍ لري . روز محمد روز د ٦١٤١ رايو په ترلاسه کولو سره جرګې ته لار موندلې او په مقابل کې يې حاجي محمد اسماعيل د ٢٧٦٩ رايو په ترلاسه کولو سره له جرګې نه وځي

بغلان اته څوکۍ لري . عاشق الله وفا د ٦٠٦٧ رايو او محمد نسيم مدبر د ٥٤٨٧ رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته لار موندلې او په دې ترتيب محمد ظاهر غني زاده د ١٩٥٥ رايو او دلاور ايماق د ٢٨٣٣ رايو په ترلاسه کولو سره تر ټولو کمې رايې اخيستي دي

 سمنګان څلور څوکۍ لري . احمد خان سمنګاني د ٢٠٣٧٢ رايو ، رييس خير الله د ٥٨٢٦ رايو او محبوبه د ٢٦٢٤ رايو په اخيستو سره د ولسي جرګې د نويو وکيلانو په توګه پېژندل شوي او په مقابل کې يې الحاج مخدوم محب الله فرقاني ٥٢٥٣ رايې ، محمد طاهر زهير ٣٩٣٥ رايې او ډاکټر معصومه خاوري ٢٠٠٢ رايې ترلاسه کړي ، چې له نورو کمې دي

کندوز ٩ څوکۍ لري . نورالدين بيګ د ٣٨٧٥ رايو ، فضل کريم ايماف د ٢٨٧٨ رايو او رئيسه حسين خيل د ٢١٨٠ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکي اعلان شوي او پر ځاى يې شايست بازناصري د ٢٤٥٨ رايو ، سيد داؤد نادري د ٢٤٥٠ رايو او ډاکټر فاطمه عزيز د ١٦٨٤ رايو په ترلاسه کولو سره له جرګې نه وځي .

  بدخشان هم ٩ څوکۍ لري . څارنوال عبدالرووف د ١٢٠٢٩ رايو ، عبدالشکور واقف حکيمي د ٨٦٥٤ رايو او منيره بهارکي د ٣٧٥٧ رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته راځي او عبدالولي نيازى د ٥٠٩٥ رايو ، الحاج صفي الله مسلم د ٦٧٤٩ رايو او ډاکټر نيلوفر ابراهيمي د ٢٦٢٤ رايو په ترلاسه کولو سره له جرګې نه حذف کېږي

تخار هم ٩ څوکۍ لري او يو تن يې بدلېږي . قاري محمد هاشم هيکل زاده د ٦٢٧٤ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى بلل شوى او پر ځاى يې سيد اکرام الدين معصومي د ٦٠٤٨ رايو په اخيستو له جرګې حذف کېږي .

غور شپږ څوکۍ لري . مولوي دين محمد د ٤٨٩٥ رايو او فضل احمد خان د ٢٥٢٠ رايو په اخيستو ګټونکي اعلان شوي او پر ځاى يې ښاغلى بحر د ٨٩٧ رايو او قربان کوهستاني د ٦٦٦ رايو په اخيستو تر ټولو کمې رايې اخيستي دي .

سرپل پنځه څوکۍ لري . حاجي پاينده محمد ٣٩٢٣ رايې ګټلي او د وکيل په توګه پېژندل شوى او پر ځاى يې محمد حسين فهيمي د ٣٣٤٦ رايو په اخيستو سره تر ټولو کمې رايې اخيستي دي

هلمند اته څوکۍ لري . معلم ميرولي د ٢٣١٥ رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته لار موندلې او په مقابل کې يې عبدالجبار د ١٧٩١ رايو په اخيستو سره حذف کېږي

 ميدان وردګ پنځه څوکۍ لري . وحيد الله کليمزي د ٣٣٤٠ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکى بلل شوى او په مقابل کې يې عبدالجميد وردګ له ١٣٢٠ رايو سره حذف کېږي

نورستان دوه څوکۍ لري . نورالله معمار د ٤٥١١ رايو په ترلاسه کولو ولسي جرګې ته لار موندلې او مولوي احمد الله مؤحد د ١٠٠٤ رايو په ترلاسه کولو سره تر ټولو کمې رايې خپلې کړي

فراه پنځه څوکۍ لري . عبدالولي حميدي د ٤٣١٠ او مسعود بختور د ٣٦٧٢ رايو په ترلاسه کولو سره ګټونکي بلل شوي او محمد سرور عثماني فراهي د ٢١٤٩ رايو او حاجي مامور موسى د ٢٦٥٤ رايو په ترلاسه کولو سره تر ټولو کمې رايې اخيستي دي

 فارياب ٩ څوکۍ لري . ګل محمد پهلوان ٧٩٧٥ رايې ، نجيب الله سليمي ٧٧٥٠ او مېرمن سلطنت کوهي ١٤٦٩ رايې اخيستي دي او په مقابل کې يې آصفه شاداب د ١٤٢٦ رايو ، محمد شاکر کارګر د ٦٩٠٢ رايو او انجنير محمد هاشم اورتاق د ٧٢٥٩ رايو په اخيستو له جرګې حذف کېږي .

خوست پنځه څوکۍ لري . حيات وزير د ٤٣٤٣ او ولي خان هيله من د ٣٢٣٦ رايو په اخيستو ولسي جرګې ته لار پيدا کړې او په مقابل کې يې همايون د ٣١٠٧ رايو او لياقت الله بابکرخيل د ١٦٠٤ رايو په اخيستو له ولسي جرګې نه وځي

 پکتيا هم پنځه څوکۍ لري . انجنير دلاور طوطاخيل د ١٤١٠ رايو په اخيستو ګټونکى بلل شوى او محمد ابراهيم غښتلى د ٦١٨ رايو په اخيستو تر ټولو کمې رايې ترلاسه کړې دي

 کوچيان ١٠ څوکۍ لري . عبدالقادر کوچي د ٤٥٨٣ رايو په اخيستو ګټونکى اعلان شوى او حاجي حيدر خان نعيم زوى د ٢٧٧٩ رايو په ترلاسه کولو سره حذف کېږي .

د رايو د بيا شمېرنې له مخې ، د ولسي جرګې داوسنيو وکيلانو په رايو کې هم کمښت او زيادښت راغلى دى ، خو په پايلو اغېزه نه کوي ، د کاپيسا ، ارزوګان ، نيمروز ، دايکنډي ، کونړ او پروان ولايتونو په ارقامو او اعدادو کې دومره توپير ندى راغلى او ددې ولايتونو د وکيلانو په پايلو اغېزه نه کوي ، په بامیانو او پنچشیر ولایتونو کی کومه خاصه ستونزه نه ده په ګوته شوې

د ولسي جرګې اوسنيو غړو پرېکړه کړې ، چې که چيرې ځانګړې محکمه د ولسي جرګې يو غړى هم وباسي ، نو ټول به جرګه پرېږدي او په لاريونونو به لاس پورې کړي ،پای


June 25th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها